د شپږیزه کرېکټ لیګ لسم پړاو سیالیو کې پرون شنبه (چنګاښ ۲۸مه) دوه سیالۍ وشوې چې لومړی یې د امو او بُست لوبډلو ترمنځ او دویمه یې د مس عینک او سپینغر ترمنځ وه.
د لومړۍ لوبې په جریان کې د بست لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په زیان سره مقابلې لوبډلې ته ۱۴۸ منډو هدف ورکړ.
امو لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۱۹م اور کې د څلورو لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او لوبه یې وګټله.
په دویمه لوبه کې سپینغر لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په زیان سره ۱۵۱ منډې جوړې کړې.
مس عینک لوبډلې د څلورو لوبغاړو په زیان ټاکل شوی هدف پوره کړ او په دغه سیالیو کې یې خپل سفر په بریا سره پیل کړ.
د شپږیزه کرېکټ لیګ سیالیو په لړ کې به نن یکشنبه د ( چنګاښ ۲۹مه) بند امیر ښاماران د مس عینک اتلانو پر وړاندې لوبه وکړي او په دویمه لوبه کې به بُست ساتونکي د سپین غر پړانګانو پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.