د پاکستان پوځ ادعا: په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې ۱۸ وسله وال وژل شوي

پرون

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د فتر له خوا په خپرو شویو خبرپاڼو کې ادعا شوې، چې پوځ په بېلابېلو عملیاتو کې د خیبرپښتونخوا په هنګو او ملاکنډ کې ۱۴ او په بلوچستان ایالت کې څلور وسله وال وژلي دي.

پاکستانی پوځ وايي، دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ شوي دي.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په خېبرپښتونخوا کې عملیات له هغه وروسته شوي چې وسله وال له ډیورنډ کرښې واوښتل.

دوی دغه راز ویلي چې په دې عملیاتو کې د پاکستاني طالبانو یو شمیر وسله وال ټپیان شوي هم دي.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي، چې د استخباراتو پر بنسټ عملیات د جولای پر ۱۹-۲۰ شپه د "د هند د پراکسي ډلې پورې اړوند ترهګرو د شته والي راپور" پر بنسټ ترسره شول. دا عملیات د بلوچستان ابالت د کلات په سیمه کې ترسره شوي دي.

پاکستانی پوځ خپلو وسله والو مخالفانو ته د هند پراکسي او فتنه الخوارج ډلې اصطلاحات کاروي.

د پاکستان د امنیتي ادارو ددې ادعاګانو په اړه تر دې دمه نه تحریک طالبان پاکستان او نه هم بلوڅ بېلتون پالو کوم غبرګون ښودلی، خو پر ټولنیزو شبکو خپره شوې یوه ویډیو کې وسله وال په هنګو کې د جګړې پرمهال ښودل کیږي چې شاته یې د اور لمبې پورته کیږي.

نور خبرونه

رادیو