طالبانو له ترکمنستاني چارواکو سره د ټاپي پروژې په اړه خبرې وکړې

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۸

په ترکمنستان کې د طالبانو سفارت د جمعې ورځ (چنګاښ۲۷مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې له ترکمنستاني چارواکو سره یې خبرې کړې دي. په دې غونډه کې د سوداګریزو پروژو او هلته د مېشتو افغانانو په اړه خبرې شوې دي.

په دې لیدنه کې د طالبانو سفیر فضل محمد صابر د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له معین احمد قربانوف سره هم لیدلي دي. دواړو خواوو پر ستراتيژيکو همکاریو، سوداګریزو اړیکو، په ځانګړي ډول د ټاپي پروژو په اړه خبرې کړې دي.

که څه هم په تېر جمهوریت کې ټاپي پروژې ته کافي پام وشو، خو بیا هم نیمګړې پاتې شوې ده. سياسي شنونکي وايي چې د دې پروژې پر مخ پراته خنډونه تر ډېره د سيمې له سياسي سيالیو سره تړلې دي.

نور خبرونه

رادیو