له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د تماس کمېسیون هېواد ته د ۳۲ کسانو د ستنېدو خبر ورکړ

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۸

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د تماس کمېسیون وايي چې افغانستان ته د پخوانیو سیاسي او پوځي شخصیتونو د راتګ لړۍ دوام لري. دغه کمېسیون شنبه (چنګاښ ۲۸مه) پر اېکس‌پاڼې لیکلي چې له متحده عربي اماراتو پنځه کورنۍ چې ټول غړي یې ۳۲ کسان کېږي، د دغه کمېسیون له لارې هېواد ته راستنې شوې.

که څه هم کمېسیون د راستنېدونکو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي خو په یوه بل ټویټ کې یې ویلي چې د دوی په هڅو تازه په تېره اداره کې د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ د اربکيانو قوماندان شاه سعود هم راستون شوی دی.

که څه هم د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د واکمنېدو په لومړیو کې د پخواني نظام ټولو مخالفانو ته د عمومي بښنې اعلان وکړ، خو له هغه را وروسته وخت ناوخت د مخکېني جمهوري نظام سرتېري، امنیتي کارکوونکي او چارواکي یا په مرموز ډول وژل شوي یا د دغې ډلې له لوري نیول شوي، شکنجه او ان وژل شوي دي.

طالبانو بیا تل دا ډول راپورونه رد کړي دي.‎

نور خبرونه

رادیو