روسي ورځپاڼه: د طالبانو استخباراتي پلاوی چې د «سي اې ای» سره د اړیکو مخینه لري مسکو ته ځي

۳ ورځې مخکې

روسي ورځپاڼه «نیزاویسیمایا ګازیتا»وایي چې د طالبانو د استخباراتو یو لوړپوړی درې کسیز پلاوی به په نږدې ورځو کې مسکو ته سفر وکړي. د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه پلاوی له هغو کسانو جوړ شوی چې مخکې یې د امریکا له مرکزي استخباراتي ادارې« سي اې ای » سره پټ مذاکرات ترسره کړي.

ورځپاڼه د خپلو څېړونکو له قوله لیکي، احتمال شته چې د دې پلاوي جوړښت د امریکا د استخباراتي ادارې په همغږۍ سره ټاکل شوی وي.

د ورځپاڼې په وینا، دوی یو محرم سند ترلاسه کړی چې د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۱۳مه د طالبانو د استخباراتو په مرکزي دفتر کې ترتیب شوی. د دغه سند له مخې، د روسیې سفر لپاره درې کسان ټاکل شوي:

عبدالمالک مبشر، د استخباراتو د رئیس دفتر مشر، چې د پلاوي مشري کوي

عبدالجبار شهیدمل، د بهرنیو اړیکو د ادارې مشر

عبدالرحیم مظلوم، د تخنیکي څانګې مسول

ورځپاڼه لیکي چې عبدالمالک مبشر د طالبانو د استخباراتو له پیاوړي چارواکي ملا عبدالحق وثیق سره نږدې خپلوي لري او د هغه له پوره باور څخه برخمن دی. همداراز، مبشر او عبدالرحیم مظلوم، چې دواړه د غزني ولایت اوسېدونکي دي، مخکې د امریکا له استازو سره په پټو خبرو کې ګډون کړی، د بېلګې په توګه د روان کال د مارچ په ۵-۶مه په ریاض (سعودي عربستان) او د اپریل په ۱۲-۱۳مه په دوحه (قطر) کې.

راپور زیاتوي چې د جولای د ۱۳مې نېټې له سند سره سم، د استخباراتو د ۱۹۷م ریاست مسول هم بدل شوی، چې دا ریاست د طالبانو د استخباراتو د بهرنیو اړیکو څانګه اداره کوي.

په راپور کې راغلي، دا مشري مخکې د ډاکټر شمس‌الله ابوسعید پر غاړه و، چې په ټولو پټو غونډو کې یې له ملا عبدالحق وثیق سره ګډون کاوه، خو اوس دا دنده عبدالجبار شهیدمل ته سپارل شوې ده.

که څه هم شهیدمل تر اوسه له امریکایانو سره په خبرو کې نه دی لیدل شوی، خو روسي ورځپاڼه خبرداری ورکوي چې دا مسله باید د روسیې لپاره د ډاډ سبب نه شي، ځکه د طالبانو په جوړښت کې د لوړ پوړو چارواکو ټاکنه تصادفي نه وي.

ورځپاڼې په پای کې دا هم لیکلي، چې د طالبانو د استخباراتو مشران په تېرو کلونو کې له امریکايي استخباراتي ادارو سره نږدې اړیکې درلودې. چې دا اړیکې، د "نړیوالې ترهګرۍ پر ضد مبارزې" په رسمي چوکاټ کې توجیه کېږي.

نور خبرونه

رادیو