د طالبانو د رياستالوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي د بغلان ولایت له ځايي مسوولانو سره په لیدنه کې ویلي چې د کډوالو بشپړ ملاتړ، په افغانستان کې د امنیت ټینګښت او په ټوله کې د خلکو د ستونزو حل د دغې ډلې مسوولیتونه دي.
په هرات ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون غړي احمدالله متقي شنبه (چنګاښ ۲۸مه) پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې عبدالسلام حنفي دا څرګندونې د بغلان لپاره د طالبانو له والي عبدالرحمان حقاني سره په لیدنه کې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د هرات ولایت اسلامکلا پولې ته د سفر پر مهال د راستنېدونکو کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او له نړۍوالې ټولنې یې په دې برخه کې د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې وه.
د یادونې ده چې د افغانستان ګاونډیو، په ځانګړي توګه ایران له دغه هېواد نه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ جټکه کړې چې د طالب چارواکو په خبره په تېرو څه باندې درېیو اوونیو کې له شپږ سوه زرو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.