د طالبانو ادعا: په ټول هېواد کې د بې‌حجابۍ په تور ان یوه ښځینه بندي هم نه‌لرو

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۸

د طالبانو د امربالمعروف وزارت هغه راپورونه بې‌بنسټه ګڼلي چې ګوندې د پنج‌شنبې پر ماښام د کابل په نوي ښار (شهر نو) کې د بې‌حجابۍ په تړاو یو شمېر ښځې نیول شوې دي. د دغه وزارت ویاند سیف‌السلام خېبر زیاته کړې چې د دغې ډلې ښځینه محتسبانې یوازې ښځو ته د حجاب اړوند معلومات ورکوي.

نوموړي د (چنګاښ ۲۷مه) له بي‌بي‌سي سره په یوې مرکه کې ویلي چې د یاډې ډلې کارکوونکي هېڅ‌کله د ښځو او نجونو له حجاب څخه د سرغړونې اړوند چاپې نه وهي او نه یې هم زنداني‌ کوي. خېبر وویل: «موږ د مدرسو د ښځینه استادانو له لوري بازارونو یا د ښځو ګڼو ګوڼو ځایونو ته ورغلې، لارښوونې او سپارښتنې یې ورته کړي».

د سیف السلام خېبر په خبره: «موږ د دعوت او تبلیغ له لارې د اسلام پېغام رسول دي. که بیا هم یوه ښځیه سرغړونه کوي، د ښځینه پولیسو په واسطخ ورته پېغام رسوو چې دا کار غلط دی. بیا یې د کورنۍ غړو ته خبر ورکوو او له هر ډول تشدد ډډه کوو».

هغه په یو وار بیا ټینګار وکړ چې ښځې یې نه دي زنداني کړي،‌ خو په ډاګه یې کړه که په راتلونکي کې د دا ډول کوم اقدام پرېکړه وشي، نو له رسنیو سره به معلومات شریک کړي.

د طالبانو دغه ویاند ادعا کوي چې تر اوسه دغې ‌ډلې د بې‌حجابۍ په تور ښځو ته هېڅ ډول سپکاوی نه دی کړی. دا په داسې حال کې ده چې دغه ډلې د خپلې دویم ځل واکمنۍ راهیسې پر مېرمنو سخت بندیزونه لګولي او ان د زده‌کړو تر څنګ یې د کار له حقونو هم محرومې کړې دي.

د نړۍ والې ټولنې په ګډون د بشري حقونو سازمان په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو ژوند له سختو بندیزونو، محدودیتونو، ستونزو او کړاوونو ډک بللی دی. د دغې ډلې د نړۍوالې انزوا یو لامل هم د ملا هبت‌الله له‌خوا د‌ ښځو پر ضد د هغه او د ډلې یې سخت دریځ بلل شوی دی.

نور خبرونه

رادیو