طالبان: کابل کې مو د “غیراسلامي فلمونو” د دوبلي په تور یو شمېر کسان نیولي

۵ ساعتونه مخکې

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند ویلي، چې په کابل کې یې د یو شمېر پروډکشنونو مسوولین او کارکوونکي د «اسلامي ارزښتونو» سره په ټکر کې فلمونو د دوبلي په تور نیولي دي.

نوموړي ویلي، چې دا فلمونه له دوبله کېدو وروسته له افغانستان څخه بهر چینلونو ته لېږدول کېدل.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خېبر د دې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې په کابل ښار کې یې د یو شمېر پروډکشنونو مسوولین نیولي او د هغوی کارځایونه یې بند کړې دي.

نوموړي ویلي:«هغه ادرسونه چې د پروډکشنونو یا دې ته ورته نورو نومونو باندې یې فعالیت ترسره کاوه، په هغه ځایونو کې د افغاني کلتور او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې فلمونه دوبله کېدل بیا له هېواده بهر تبلیغاتي ادرسونو ته استول کېدل، مسوولین او کارکوونکي یې نیول شوي دي.»

طالبانو د نیولو شویو کسانو د هویت او شمېر په اړه څه نه دې ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د چهار شنبې په ورځ باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبانو د کابل په شهرنو سیمه کې لسګونه ځوانې نجونې تر نیولو وروسته زنداني کړې.

نور خبرونه

رادیو