د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ لهمتحده عرب اماراتو څخه د ګواښسره مخ افغانانو د بېرته ستنولو په اړه اندېښنه ښودلې او یې ټینګار کړی چې دغه پلان دې سمدستي وځنډول شي.
نوموړی وایي چې افغانستان لا هم خوندي نه دی او دغه هېواد ته،د کډوالو لپاره بېرته ستنېدل جدي ګواښونه لري.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، رېچارډ بېنېټ، پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي: « د متحده عرب اماراتو څخه د ګواښ سره مخ افغانانو د بېرته ستنولو په اړه راپورونه خورا اندېښمنونکي دي، او زه د دې هېواد حکومت ته یادونه کوم چې د دې پلانونو تطبیق دې سمدستي وځنډوي.»
بېنېټ،په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې افغانستان لا هم خوندي نه دی او د هغو افغانانو چې مجبوره دي بیرته ستانه شي، ژوند ته جدي ګواښونه متوجه دي.
هغه زیاته کړې: «افغانستان خوندي نه دی، او هغه کسان چې مجبور دي بیرته واستول شي، د جدي تعقیب او تاوتریخوالي سره مخامخ کیدای شي.»
د ۲۰۲۱کال د اګست میاشتې په ترڅ کې، کله چې متحده ایالاتو د افغانستان څخه خپل عسکر او ډېپلوماټان بیرته وایستل، ګڼ شمېر افغانانو چې د امریکایي ځواکونو یا بهرنیو ادارو سره یې دندې ترسرهکړې وې، د ژوند د خوندي کولو لپاره یو شمېر هیوادونو ته ولېږدول شول. دغه افغانان چې د «ګواښونو»او «ځانګړو دندو»له امله په افغانستان کې د خطر سره مخ و، په لومړیو کې متحده عرب اماراتو ته وویستل شول ترڅو امریکا ته د لېږدلپاره چمتو شي.
خو د ولسمشر ټرمپ د دویم ځل واکمنۍ په دوره کې، د کډوالو په اړه سختوقوانینو او پروسیجرونو له امله، دغه افغانان چې مخکې یې د امریکا د انتقال لپاره پلانونه درلودل، بې سرنویشته پاتې شول.
د ټرمپ ادارې د کډوالو د پروسې د پیچلتیاوو او محدودیتونو له امله، امریکا ته د دې افغانانو لیږد ځنډېدلی، او ګڼ شمېر یې په متحده عرب اماراتو کې د بې برخلیکۍژوند تیروي.
د دې حالت په پایله کې، اوس داسې راپورونه خپاره شوې چې د امریکا حکومت پرېکړه کړې چې دغه افغانان بېرته افغانستان واستول شي.