ملګرو ملتونو د افغان کډوالو د ایستلو د «سمدستي بندېدو» غوښتنه کړې

۶ ساعتونه مخکې

له هغه وروسته چې المان په جرمونو تورن ۸۱ افغانان افغانستان ته ولېږل، ملګرو ملتونو ټينګار کړی، چې «هیڅوک باید افغانستان ته ونه لېږدول شي.»

ملګرو ملتونو د افغان کډوالو د ایستلو د پروسې د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې.

په جینوا کې د ملګرو ملتونو دفتر د جمعه په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) ویلي، چې یو شمېر افغان کډوال افغانستان ته په ستنېدو له نیونې، شکنجې او ځورونې سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر «وولکر ترک» خبريالانو ته ویلي: «د ټولو افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د جبري ایستلو د پروسې سمدستي بندول غواړو، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د ستنېدو سره هم مهاله د ځورونې، خپل سرې نيونې یا شکنجې له ګواښ سره مخ دي.»

سږ کال د هغو افغان کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی، چې افغانستان ته په زور لېږدول شوي.

نړیوال بشري سازمانونو وايي، چې دا چاره څو اړخیز کړکیچ رامینځته کوي، چې د نړیوالې ټولنې بیړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.

نور خبرونه

رادیو