د جرمني لومړي وزیر فریدریښ مېرڅ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې حکومت یې د طالبانو د رسمیت پېژندنې هېڅ نیت نه لري.
فریدریښ مېرڅ په برلین کې د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل، "د طالبانو د رژیم ډیپلوماتیک پیژندنه په اجنډا کې نه ده او داسې یو څه نشي کېدای."
د جرمني د لومړي وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې دغه هېواد همدا نن ۸۱ افغانان چې د دوی په باور مجرمین دي افغانستان ته استولي دي.
واک ته مېرڅ له رسېدو وروسته دا د افغانانو لومړنۍ اېستنه ده چې ترسره کېږي.
فریدرېښ مېرڅ په دې تړاو وویل، له طالبانو سره یوازې تخنیکي اړیکې د قطر له لارې نیول شوي، څو له دغه هېواده د افغان پناه غوښتونکو اېستنې لپاره زمینه برابره شي او په وینا یې دغه اړیکې به د اوس لپاره دوام ومومي.