د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، چې د بریتانیا یو شمېر ډېپلوماټانو د دغه وزارت له وزیر مولوي عبدالکبیر سره لیدلي او د راستنېدونکو کډوالو د مرستو په اړه یې خبرې کړې. وزارت زیاتوي، بریتانیا له افغان کډوالو سره ۱.۱ میلیارده افغانۍ مرسته کړې ده.
د طالبانو د کډوالو وزارت د جمعې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان لپاره د برېتانیا د سفارت شارژدافیر رابرت ډکسن، د افغانستان په چارو کې د برېتانیا نوې ټاکل شوي استازي ریچارد لینزي او ځینو نورو برېتانیايي ډېپلوماټانو د دې ډلې د کډوالو وزیر مولوي عبدالکبیر سره لیدلي.
طالبانو د بریتانیايي چارواکو له قوله ویلي، چې برېتانیا د افغان کډوالو لپاره ۱،۱ میلیارد افغانۍ مرسته کړې ده او دا مرسته به د ملګرو ملتونو ادارو له لارې مصرف شي.
د طالبانو د کډوالو وزیر د یادې لیدني په ترڅ کې د بریتانیايي ډېپلوماټانو څخه له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د بیړنیو مرستو او د کډوالو لپاره د ښارګوټو جوړولو په برخو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د بریتانیا د شارژدافیر له قوله لیکل شوي چې:«لندن به له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي.» هغه دا هم ویلي چې له طالبانو سره به یې خبرې او لیدنې دوام لري.
پر همدغه مهال د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي د طالبانو او نړۍ د اړیکو په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي، چې شته مسایل باید د خبرو له لارې حل شي.