د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د افغانستان له پولې سره نږدې د تاجکستان پنج ولسوالۍ کې د دغه هېواد امنیت د کمېټې اړوند سرحدي ځواکونو ته د څار لپاره څلور پرمختللې کامرې سپارلې دي.
د تاجک رسنیو د راپورونو له مخې، دا اقدام د "د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د سوېلي پولې د ثبات" په نوم د درېیم پړاو پروژې برخه ده، چې موخه یې د افغانستان په شمال کې د تاجکستان د پولهساتنې امنیت پیاوړتیا ده.
د تاجکستان چارواکو د اروپايي ټولنې له خوا د پولې د امنیت ټینګښت لپاره د څار کامرو د ورسپارلو پرمهال دا مرسته د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې د امنیت د ټینګښت لپاره خورا مهمه بللي ده او وايي، چې د شاوخوا سیمي د ثبات لپاره به اغېزمن رول ولري.
پر همدغه مهال د اروپايي تولنې سفیر رایمونډاس کاروبلیس ویلي:« دا نوښت د اورپايي ټولنې او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان له خوا د کډ تعهد ښکارندوی دی، چې غواړي د افغانستان پولې ته څېرمه د امنیت د ښه والي او چټک غبرګون وړتیاوو پراخېدو ته زمینه برابره کړي.»
د اروپايي ټولنې سفیر ویلي، چې دغه کامرې به په هغو غرنیو سیمو کې چې لید پکې محدود دی د سرحد څارنه اسانه او د سرحدي ځواکونو د چټک عکس العمل وړتیا به لوړه کړي.