د بریتانیې یوه پوهنتون افغان لوبغاړي ولي محمد نوري ته افتخاري دوکتورا ورکړه

۵ ساعتونه مخکې

د بریټانیا اېسېکس (Essex) نړۍوال پوهنتون افغان نابینا لوبغاړي ولي محمد نوري ته افتخاري دوکتورا ورکړه.

دغه پوهنتون ویلي، ولي محمد نوري ته یې دغه دوکتورا د ستونزو پر وړاندې د مبارزې، د بېلابېلو فعالیتونو، لاسته راوړنو، بشري خدمتونو او په ټولنه کې د اغېزناک نقش له امله ورکړې ده.

ولي محمد نوري ته د دغه افتخاري دوکتورا ورکړې په مراسمو کې د بریتانیا د پاچا د ځانګړي استازي په ګډون ګڼو نورو چارواکو هم ګډون درلود.

د منډو دغه لوبغاړی چې اوس په لندن ښار کې ژوند کوي شاوخوا یوه نیمه لسیزه مخکې په هلمند ولایت کې د یوې ماین چادونې له امله په سترګو معلول شو او تر اوسه یې د منډو په برخه کې په بېلابېلو نړۍوالو سیالیو کې لومړي مقامونه ګټلي دي.

نور خبرونه

رادیو