عبدالرب رسول سیاف: طالبه له خدایه وډار شه پردۍ ښځې مه نیسه

۶ ساعتونه مخکې

پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د کابل ښار په شهر نو کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د کارکوونکو له لوري د لسګونه ښځو نیونه په شرعي دود ناروا بللې او په وینا یې د شریعت په نوم یې دا ډول نیونې د دین او شریعت په حق کې ستره جفا ده.

پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف پر خپلې اېکس پاڼه طالبانو ته په خطاب کې ویلي: "طالبه له خدای وډار شه او د نا محرمو نارینه و په وسیله ښځې مه نیسه او هغو بندخونو ته یې مه لېږدوه چې ساتونکي یې نارینه دي."

د نوموړي په وینا، د طالبانو دغه چاره نه یوازې د دین او شریعت خلاف ده بلکې اسلامي عزت، افغاني غیرت او انساني مروت هم پکې تر پښو لاندې کېږي.

سیاف زیاته کړې: "دغه چاره شرعاً ناروا ده، د شریعت په نوم یې ترسره کول د دین او شریعت په حق کې تر ټولو لویه جفا ګڼل کېږي."

د تېرې اونۍ په پای کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې طالبانو په شهر نو سیمه کې لسګونه ځوانې ښځې نیولې او د امربالمعروف وزارت اړوند توقیف ځایونو ته یې لېږدولې دي او یو شمېر یې د هغو د کورنیو له خوا د لیکلي ضمانت له وړاندې کولو وروسته، تر یوې شپې بند وروسته خوشې کړې دي.

طالبانو لا تر اوسه د خپل دغه حرکت د سپیناوي په تړاو څه نه دي ویلي چې دغه ښځې یې ولې او په څه تور نیولې او اوس چېرې دي.

نور خبرونه

رادیو