پاکستاني امنیتي ځواکونو د ځانمرګو برېدونو چمتوالي په تور پنځه کسان نیولي دي

۷ ساعتونه مخکې

د پاکستان دولتي راډیو راپور ورکړی چې امنیتي ځواکونو پنځه افغانان د ځانمرګو بریدونو د چمتووالي په تور نیولي دي. سرچینې وايي، هغوی پاکستان ته له راتګ وروسته د پښتونخوا عزیزخېل او منډیخېل سیمو ته تللي وو.

په راپور کې ویل شوي، چې نیول شویو کسانو په سیمه کې د امنیتي ځواکونو د شتون له ډاره د بسیخېلو په سیمه کې په یو مسجد کې پټ شوې وو، چې د امنیتي ځواکونو له خوا د یادې سیمي تر محاصره کولو وروسته نیول شوي دي.

د پاکستان دولتي راډیو زیاتوي، چې د نیول شویو کسانو عمرونه د ۱۵ تر ۱۸ کلونو دي او د یادو کسانو انځورونه یې هم خپاره کړې دي.

نور خبرونه

رادیو