پکتیکا کې طالبانو یو کس «پیغمبر ته د سپکاوي په جرم» پر اعدام محکوم کړ

۸ ساعتونه مخکې

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند وايي، چې د پکتیکا ولایت ابتداییه محکمې یو کس «د اسلام پیغمبر او اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور» د مرګ پر سزا محکوم کړی دی.

سیف‌الاسلام خیبر پنج‌شنبه (د چنګاښ ۲۶مه) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د «عبدالعلیم خاموش» په نوم د یاد ولایت د جان‌خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی، د دیني علماوو او د دغې ډلې د محتسبینو د شکایتونو پر بنسټ نیول شوی. نوموړی د خپل جرم تر منلو وروسته محکمې ته معرفي شوی.
هغه زیاته کړې، د پکتیا ابتداییه محکمې تر څېړنو وروسته پرېکړه کړې چې «عبدالعلیم باید اسلام او پیغمبر ته د سپکاوي په تور اعدام شي.»
په داسې حال کې چې د بشري حقونو ګڼو بنسټونو په ځلونو د طالبانو پر صحرايي محکمې او خپلسري سزا نیوکې کړې دي او له دغې ډلې یې غوښتي، چې دا کړنې پای ته ورسوي؛ خو بیا هم وخت ناوخت هېوادوالو ته د دغې ډلې له‌خوا د «اسلامي شریعت» د تطبیق په نوم سزا ورکول کېږي.

نور خبرونه

رادیو