د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه کابل ته ورسېد.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په ارګ ماڼۍ کې د نوموړي هرکلی وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه یې خبرې وکړې.
د طالبانو مرستیال ویاند د پنجشنبې په ورځ وویل، چې ټاکل شوې ده د دې ډلې رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا تر څنګ د سیمه ییزو مهمو اقتصادي پروژو، په ځانګړې توګه د ټرانس ـ افغان رېل پټلۍ پروژې په اړه مفصل بحث او خبرې وکړي.
د یادونې وړ ده چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر به د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د درې اړخیزې غونډې ګډونوال هم وي، چې د طالبانو په وینا، د سیمې د اقتصادي همکاریو پر پراخېدو به پکې تمرکز وشي.