په اسلام‌اباد کې تېره ورځ نیول شوي ۱۵۰ افغانان افغانستان ته ستانه کړای شول

۱۱ ساعتونه مخکې

په اسلام‌اباد کې د جې اې سي «JAC» په نوم د کډوالو ملاتړې یوې ادارې ادعا کړې، چې د پاکستان په پلازمېنې اسلام‌اباد کې پرون نیول شوي ۱۵۰ کسان چې د «پي او ار» کارتونه یې لرل؛ نن د تورخم له لارې افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړای شول.

دغې ادارې تېره ورځ د دغه کډوالو له نیولو خبر ورکړی و او ویلي یې و، چې دغه کسان تر نیول کېدو وروسته حاجي کمپ ته لېږدول شوي دي.

که څه هم تراوسه کومې رسمي سرچینې د دغه خبر په اړه څه نه دي ویلي؛ خو پاکستان تر دې وړاندې هم له دغه هېواده د «پي او ار» په ګډون د هغو افغانانو د ستنولو په اړه خبرداری ورکړی و، چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

نور خبرونه

رادیو