د ایران حکومت خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې په قانوني توګه د مېشتو کډوالو د ستونزو لا هواري په موخه هغه کارګرو ته چې په بېلابېلو صنعتونو کې په دندو بوخت دي؛ یو نوی بهیر پیلوي چې له مخې به یې ورته «کاري کارتونه» ورکړل شي.
د ایران د کار، ټولنیزې هوساینې او همکارۍ وزارت د کاري نوښتونو او ګومارنې چارو مرستیال د دې بهیر په تړاو ویلي، چې د بهرنیو کارګرو لپاره دغه لړۍ پیلوي.
سید مالک حسینی ویلي: «موږ د افغان وګړو د کاري ځواک وضعیت له نږدې څېړلی دی. هغه څه چې (کاري کارت) بلل کېږي، د ایران د کورنیو چارو وزارت له لوري د بهرنیانو د نظم او مدیریت لپاره پیل شوی بهیر دی».
نوموړي زیاته کړې:« په دې بهیر کې داسې تصدیق لیکونه شامل دي، چې له مخې یې قانوني بهرني وګړي کولای شي په ایران کې کار وکړي؛ خو د پخوا پرتله یې اساسي توپیر دا دی، چې پخوا کارکوونکي یوازې د کارفرما لهخوا ګومارل کېدل؛ خو اوس کولای شي د صنعت، خدماتو او نورو برخو ترمنځ د ګرځنده کارکوونکي په توګه هم فعالیت وکړي».
د یاد ایراني چارواکي په خبره؛ د رسمي شمېرو پر بنسټ دا مهال شاوخوا ۴۰۰ زره افغان وګړي په قانوني توګه د ایران د کار په بازار کې برخه لري؛ خو یوازې ۳۵۰۰ تنه یې له «کاري کارت» څخه کار اخلي.
د ایرنا اژانس د معلوماتو له مخې؛ دا په داسې حال کې ده چې اټکل کېږي تر ۶ مېلیونو زیات افغانان په ایران کې د کاري بازار برخه دي.
حسیني په ډاګه کړه، چې له دې ډلې څخه ۴۸ سلنه جرهګان او پاتې نور له خپلو کورنیو سره ژوند کوي. ډېری یې په غیر رسمي او کورني ډول کار کوي.
نوموړي زیاته کړه: «تر جون میاشتې پورې نږدې ۵ مېلیونه افغان وګړي د ایران د کار په بازار کې فعال وو، چې له دې ډلې څخه ۸۷۰ زره بېرته خپل هېواد ته استول شوي دي».
د ایران د کار وزارت دغه چارواکي وویل، اټکل کېږي چې د ایران د غیر رسمي کار بازار شاوخوا ۱۸ سلنه (نږدې پنځمه برخه) کاري ځواک یا خو له منځه تللی او یا هم له نورو کسانو سره ځای پر ځای شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران په دې وروستیو کې له خپل هېواد څخه سلګونه زره افغان کډوال یوازې په تېره یوه میاشت کې په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي.
هممهاله شکایتونه کېږي، چې په ایران کې امنیتي ادارې له ستنېدونکو افغانانو سره خورا بد چلند کوي، ځوروي یې، شکنجه کوي یې او ان په ځینو حالاتو کې یې د وژنو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
یو شمېر افغان مېرمنو بېلابېلو رسنیو ته ویلي، چې د ستنېدو پر مهال ترې ان ایراني ځواکونو د غاړو او ګوتو سره زر هم په زور اخیستي دي.
له دې سره، سره په ایران کې د یو شمېر صنعتي کارخونو مشرانو په خواله رسنیو کې شکایتونه کړي، چې د افغان کډوالو په ستنېدو سره یې کاري ځواک له لاسه ورکړی او تولیدات یې په ټپه ولاړ دي.