تازه خبر

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار نن کابل ته سفر کوي

۱۱ ساعتونه مخکې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې محمد اسحاق ډار به نن پنج‌شنبه د (چنګاښ ۲۶مه) کابل ته سفر وکړي او هلته به د طالبانو تر څنګ له ازبک چارواکو سره د ازبکستان، پاکستان او افغانستان د رېل پټلۍ ګډې پروژې هوکړه‌لیک لاسلیک کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه یو ورځني سفر کې به له ډار سره د پاکستان د رېل پټلۍ وزیر، د افغانستان لپاره ځانګړی استازی محمد صادق او یو شمېر نور چارواکي هم مل وي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د دغه هوکړې د لاسلیک موخه د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د رېل پټلۍ جوړېدو او پرې د سوداګریزو اړیکو رامنځته کول دي.

همدا راز زیاته شوې، چې د دغه پټلۍ په جوړېدو سره به پاکستان د منځنۍ اسیا هېوادونو بندرونو ته لاسرسی پېدا کړي او سوداګریزې راکړې ورکړې به یې ورسره پیاوړې شي.

د‌ پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یاده پروژه د سیمه‌ییزې سوداګرۍ پراختیا، ټرانزیټي اسانتیاوو د ودې او ټیکاو لپاره مهمه ګڼلې ده.

د خبرپاڼې پر بنسټ؛ محمد اسحاق ډار به د دغه سفر پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي تر څنګ د یادې ډلې له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره هم وګوري.

د دغو ناستو د بحث وړ موضوعات د سیمې او نړۍ د پرمختګنو په تړاو د نظرونو تبادله ښودل شوې؛ خو ډېر کله پاکستاني چارواکو د خپلو دغه ډول ناستو په ترڅ کې له طالبانو سره خپلې امنیتي اندېښنې شریکې کړې دي.

طالبانو لا تر اوسه پورې د دغه لوړپوړي پاکستاني پلاوي د سفر په تړاو څه نه دي ویلي.

محمد اسحاق ډار تر دې دمخه هم کابل ته سفر کړی او هغه مهال یې له طالبانو سره د «ټي‌ټي‌پي» په تړاو خپلې اندېښنې شریکې کړې وې او له دغې ډلې یې غوښتي و، چې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي پناه ځایونه له‌منځه یوسي.

د ډار تر پخواني سفر وروسته پاکستاني رسنیو خبر ورکړی و، چې د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ مثبت تعامل رامنځته شوی او د پاکستان د امنیتي اندېښنو د حل لپاره یې ځینې پرېکنده اقدامات هم کړي دي.

نور خبرونه

رادیو