یوه اوونۍ کې درې بریدونه؛ ازادۍ جبهې په فاریاب کې دوه طالبان ووژل

۶ ساعتونه مخکې

په کندوز کې د طالبانو پر پوستې د افغانستان ازادۍ په نوم وسله‌والې جبهې تر برید وروسته؛ نوموړې جبهې په فاریاب کې هم د دوو طالب جنګیالیو د وژل‌کېدو ادعا کړې ده. یادې جبهې زیاته کړې، چې په دغه برید کې یو بل طالب جنګیالی ټپي شوی دی.

دغې جبهې پنج‌شنبه (د چنګاښ ۲۶مه) پر اېکس‌پاڼه له یوې خپرې کړې ویډیو سره لیکلي، چې دا برید د فاریاب ولایت د ګرېزوان ولسوالۍ په «کوتل تي‌‌قره» سیمه کې ترسره شوی دی.
د یادونې ده، چې دا په روانه اوونۍ کې د طالبانو د یاد وسله‌وال مخالف خوځښت له‌خوا د دغې ډلې پر جنګیالیو درېیم برید دی.

نور خبرونه

رادیو