اسراییل د دروزو د ساتنې په موخه په دمشق کې درانه هوايي بریدونه کړي

۹ ساعتونه مخکې

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې اسراییل د چهارشنبې په ورځ د سوریې پلازمېنه دمشق باندې سخت هوايي بریدونه وکړل.
بریدونو د دفاع وزارت یوه برخه ویجاړه کړې او د ولسمشرۍ ماڼۍ ترڅنګ هم لګېدلي دي.

اسراییل ویلي، دا بریدونه یې د هغو حکومتي ځواکونو پر ضد کړي چې د سوریې په سوېل کې د دروزو اقلیت پر ضد عملیات کوي.
د اسراییلي چارواکو په وینا، دوی ژمن دي چې د دروزو لږکیو د ساتنې لپاره به هر اړین اقدام وکړي.
دغه بریدونه داسې مهال شوي، چې د سوریې موقتي ولسمشر احمد الشراع له امریکا سره خپلې اړیکې نږدې کړي او له اسراییل سره یې د امنیتي اړيکو هڅې پیل کړي دي.
په سوېلي سوریه کې نښتې د دروزي، بدوي او دولتي ځواکونو تر منځ روانې دي.
د امریکا استازي خبرداری ورکړی، چې ټول اړخونه دې له تاوتریخوالي لاس واخلي.
دا بریدونه د سوریې لپاره خطرناک بدلون ښيي او نړۍواله ټولنه له ټولو اړخونو غواړي چې وضعیت نور خراب نه کړي.

نور خبرونه

رادیو