ترکیه: پر دمشق د اسراییل بریدونه د سوریې د سولې هڅې تخریبوي

۹ ساعتونه مخکې

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې پر دمشق د اسراییل وروستي بریدونه د سوریې د سولې، ثبات او امنیت د ټینګښت پر هڅو یو ښکاره تخریبي برید دی.

وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د سوریې ولس ته یو تاریخي فرصت برابر شوی څو په سوله کې ژوند وکړي او له نړۍ سره یو ځای شي.

ترکیې له ټولو ښکېلو لوریو غوښتي چې د سوریې د ادارې له هغو هڅو سره همکاري وکړي، چې موخه یې د هېواد د ثبات او ارامۍ تامین دی.

نور خبرونه

رادیو