د دمشق یوه طبي سرچینه وايي، د اسراییل په تازه هوايي برید کې، چې د سوریې د دفاع وزارت ودانۍ یې په نښه کړې، پنځه تنه امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د اسراییل پوځ نن اعلان وکړ، چې د سوریې د دفاع وزارت ودانۍ او ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې ځایونه یې په نښه کړي دي.


د اسراییل هوايي برید کې د سوریې پنځه امنیتي سرتېري وژل شوي
۱۲ ساعتونه مخکې