برېتانوۍ ورځپاڼې ډېلي ټېلګراف په یوه تازه څېړنه کې ویلي، چې د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې د برېتانیا د افغان همکارانو د معلوماتو تر افشا وروسته، طالبانو لږ تر لږه ۲۰۰ پخواني افغان سرتېري او پولیس پېژندلي او وژلي دي.
د راپور له مخې، که څه هم دا څرګنده نه ده چې وژل شوي کسان مستقیم د هغه نوملړ برخه وو چې د برېتانیا له دفاع وزارت څخه یې معلومات افشا شوي وو، خو طالبانو ته رسېدلي معلومات د داسې وژنو لپاره زمینه برابره کړې ده.
ډیلي ټېلګراف وایي، چې د طالبانو دوو چارواکو ورته تایید کړې چې دوی د هغو شاوخوا ۱۹زره افغان همکارانو نوملړ ته لاسرسی پیدا کړی، چې له برېتانوي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه او اوس یې ځانګړې ډله چې «یرموک ۶۰» نومېږي، د تعقیب او نیولو لپاره ټاکلې ده.
په راپور کې راغلي، طالبانو دا هم ویلي چې د دوی د مشر هبت الله اخوندزاده له خوا د عامې بخښنې فرمان یوازې د عامو امنیتي کسانو لپاره دی، خو هغه کسان چې دوی یې «د برېتانیا جاسوسان» بولي، له دې معافیت څخه بهر دي.
ډیلي ټېلګراف زیاتوي، چې طالبانو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پخواني سرتېري پېژندلي او وژلي دي. د وژنو په لړ کې دګروال تور جان د هلمند د پولیسو یو مشر و، چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د جومات مخې ته ووژل شو.
د دې ترڅنګ یو بل پخوانی پوځی افسر په خوست کې ووژل شو.
همدارنګه مزمل نجرابي پخوانی نظامي و، چې په ۱۴۰۱ کال په کاپیسا کې په ډزو وژل شوی او حیاتالله نظامي پخوانی پولیس و، چې د تخار په یوې پوځي قطعه کې د موټر له ورک کېدو وروسته په وینو ککړ حالت کې وموندل شو.
ورځپاڼه زیاتوي، سره له دې چې طالبان وخت ناوخته د پخوانیو امنیتي ځواکونو د نیولو او وژلو راپورونه ردوي، خو نړۍوالو سرچینو لکه نیویارک ټایمز او د بشري حقونو د څار سازمان په خپلواکو څېړنو کې ویلي، چې دا ډول وژنې سیستماتیکې او هدفمندې دي.
نیویارک ټایمز ویلي، چې دا کسان د طالبانو دمخه ټاکل شوي حکم له مخې نیول شوي، شکنجه شوي او هم وژل شوي دي.
د برېتانیا دفاع وزیر جان هیلي منلې، چې د معلوماتو افشا کېدل ممکن د پخوانیو افغان همکارانو لپاره مرګوني پایلې ولري. هغه دا افشا یوه سهوه او تېروتنه بللې ده.
د دې د جبران په موخه، د برېتانیا حکومت نږدې ۷میلیارده پونډه ځانګړې کړي، ترڅو د اغېزمنو افغانانو لېږد ته زمینه برابره کړي.
دا پېښې نه یوازې یو بشري ناورین څرګندوي، بلکې نړۍوالو ته یو حساس پیغام ورکوي چې د معلوماتو د خونديتوب نشتون او د ناوړه ګټو لپاره د دې معلوماتو کارول کولای شي د سلګونو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.