د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې یوشمېر قزاقستاني شرکتونو په افغانستان کې له افغانانو سره په ګډه د سرب او جستو د پروسس په برخه کې کارخونې جوړې کړې دي. یاد وزارت د دغه چارو هرکلی کړی او په دې برخه کې یې هر ډول پانګونو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی.
د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلوېزیون ته د یاد وزارت ویاند همایون افغان زیاته کړې: «په دې وروستیو کې یو شمېر قزاقستاني پانګهوالو له افغانانو سره په ګډه د سرب د پروسس فابریکې جوړې کړې. ټول هغه بهرني پانګهوال چې په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګه کوي، موږ ورسره لازمه همکاري کوو».
هممهاله د پانګونې چارو یو شمېر کارپوهان باور لري، چې طالبانو د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي. د همدې برخې یو کارپوه قطب الدین یعقوبي وايي، طالبان هم لېوالتیا لري چې د منځنۍ اسیا هېوادونه ورسره خپل تعامل او اړیکې پراخې وساتي.
کارپوهان باور لري، چې منځنۍ اسیا او طالبان له یو بل سره د تعامل په برخه کې خپلې ګټې لري او ښايي دا ګټې دوامداره یا هم باثباته پاتې نهشي.
نیوکې دا دي، چې طالبانو د کانونو کېندنې په قرادادونو کې تخنیکي او مسلکي اړخونه په پام کې نه دي نیولي چې له همدې کبله د افغانستان طبیعي زېرمې له سختو ننګوونو سره مخ دي.
په نورستان، کونړ، پنجشېر او د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو کې د کانونو نامسلکي کېندنو جدي اندېښنې راپارولي دي.
هممهاله نیوکې کېږي، چې طالبان یوازې د خپلو عوایدو او شخصي ګټو لپاره د کانونو کېندنو ته مخه کړې او دا چاره د افغانستان د طبیعي شتمنیو پر وړاندې راتلونکي کې لوی ګواښونه رامنځته کولای شي.
همدا راز په دې برخه کې د قراردادونو پر روڼتیا هم ګڼې نیوکې شته او ان د فساد بېلابېلې قضیې هم پهکې بربنډې شوې دي.
نږدې دوه کاله مخکې د طالبانو د کانونو او پټرولیم پر پخواني وزیر شهاب الدین دلاور داسې ادعاوې وشوې، چې ګني په یو شمېر قرادادونو کې یې بډې اخیستې او د هغه د کورنۍ ځینې غړي په دې روزګار کې له شخصي شرکتونو سره شریک هم دي.
هممهاله د طالبانو په یو شمېر نورو لوړ پوړو غړو هم تورونه دي، چې له یو شمېر بهرنیو شرکتونو سره یې د خپلو کورنیو غړي شریک کړي او له همدې لارې یې عواید شخصي جېبونو ته ځي.
همدا راز د کانونو د کېندنې ډېری قراردادونه په ډېرو ناڅیزو بیو ورکړل شوي، چې دا مساله هم د اندېښنې وړ بلل شوې ده.