ترهګري د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا پر وړاندې لوی خنډ دی

۵ ساعتونه مخکې

سره له دې چې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمايي کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه تر یو میلیارد ډالرو رسېدلې؛ خو د پاکستاني طالبانو تحریک فعالیتونه لا هم د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د تلپاتې سوداګرۍ او اقتصادي پرمختګ مخه ډب کړې.

د ډېپلوماټ ورځپاڼې په یوې خپرې کړې مقاله کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له قوله راغلي، دغه سوداګریزه وده تر ډېره د پاکستان له لوري افغانستان ته د درملو، وريجو، بورې، ټوکرونو او د خامو موادو د صادراتو پایله ده. سره له دې پرمختګ، دا کچه د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ظرفیت (چې له ۸ تر ۱۰ مېلیارد ډالرو کلنۍ سوداګري اټکل شوې) پرتله ډېره ټیټه ارزول شوې ده.

کارپوهان باور لري، چې د دې هدف د نه ترلاسه کېدو لوی خنډ د «ټي‌ټي‌پي» له لوري د ترهګریزو بریدونو ډېروالی دی. دا ډله په تېرو کلونو کې د پاکستان د کورني امنیت او له افغان طالبانو سره د اسلام‌اباد د اړیکو لپاره پر یو جدي ګواښ او ناندرییزه بحث بدله شوې ده.

د پاکستان د سولې د مطالعاتو انسټیټیوټ د معلوماتو له مخې؛ یوازې په ۲۰۲۴ کال کې په دغه هېواد کې تر ۵۲۱ زیات ترهګریز بریدونه شوي، چې نږدې ۱۰۰۰ کسان یې وژلي دي. په ۲۰۲۵ کال کې د همدې ډلې له لوري تر ۱۳۰۰ زیات مرګوني بریدونه شوي، چې له ۱۶۰۰ ډېر کسان یې قرباني کړي دي.

مقاله زیاتوي،‌ ترهګري نه یوازې سیمه‌ییز امنیت ته ګواښ دی؛ بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګرۍ او سیاسي اړیکو هم اغېز کړی.

په ۲۰۲۳ کال کې پاکستان له افغان طالبانو څخه د «ټي‌ټي‌پي» پر ضد د اقداماتو د نه ترسره کولو په غبرګون کې د خپلو بندرونو له لارې پر افغان وارداتو لس سلنه تعرفه ولګوله، چې دا د طالبانو د فشار لپاره یو اقتصادي ننګوونه ګڼل کېده.

که څه هم په وروستیو میاشتو کې دواړو لوریو له‌خوا د اړیکو ښه کېدو لپاره ځینې مثبت ډېپلوماټیک ګامونه اخیستل شوي او په دې لړ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې کابل ته سفر او افغانستان کې د اسلام‌اباد د نوي سفیر ټاکنه د یادونې وړ موضوعات دي؛ خو امنیتي اندېښنې لا هم د دواړو خواوو پر اړیکو خپل سیوری اچولی دی.

همداراز د چین، پاکستان او افغانستان ترمنځ وروستۍ درې‌اړخیزې هڅې د چین-پاکستان د اقتصادي دهلیز (CPEC) د پراختیا په چوکاټ کې د سوداګرۍ پر پراخوالي تمرکز لري؛ خو تر هغه چې ترورېزم مهار نه شي، د دې پروژو راتلونکې به روښانه نه وي.

د ډېپلوماټ خپره کړې مقاله کاږي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تازه راپور د «ټي‌ټي‌پي» د حضور او فعالیت د دوام پخلی کړی. افغان طالبان که څه هم تل د دې ډلې حضور یا ملاتړ ردوي؛ خو راپور ښيي چې د پاکستاني طالبانو وضعیت په افغانستان کې چندان نه دی بدل شوی، خو برعکس یې پر اسلام اباد بریدونه ډېر شوي دي.

د طالبانو دا اعلان چې ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو څخه یې زرګونه وزیرستاني کډوال لېږدولي، چې ګمان کېږي د «ټي‌ټي‌پي» د غړو له کورنیو سره تړاو لري؛ ښايي د وروستیو ډېپلوماټیکو فشارونو پایله وي. خو د دې پروسې د روڼتیا نشتوالی او د طالبانو دوامداره رسمي انکار، د پاکستان اندېښنې نه دي ختمې کړې.

د مقالې په پای کې راغلي، که څه هم د سوداګرۍ زیاتوالی ظاهراً د دواړو هېوادونو د ګډو اقتصادي ګټو نښه ده؛ خو تر هغې چې ترهګري په جدي توګه مهار نه شي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تلپاتې سوداګرۍ هیلې ناشونې ښکاري. د سیمې ټیکاو د اغېزمنې مبارزې، دوامداره خبرو اترو او هوښیار ډېپلوماټیک تعامل پورې تړلی دی.

نور خبرونه

رادیو