د پاکستان د ۱۶ کلنو والیبال لوبډله د اسیا د اتلولۍ نیمه پایلوبې ته ورسېده

۱۰ ساعتونه مخکې

د پاکستان د ۱۶ کلنو کم عمره والیبال لوبډلې اندونیزیا ته ۳ پر ۰ ماتې ورکولو سره د اسیا د ۱۶ کلنو والیبال سیالیو نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

د پاکستان د والیبال لوبډله به په نیمه پایلوبه کې د ایران له لوبډلې سره مخ او خپل بخت به وازمايي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسیا ۱۶ کلنو کم عمره والیبال سیالۍ په ټایلنډ کې پیل شوي دي.

پاکستان او ایران لوبډلو په اېف ګروپ کې خپلې ټولې سیالۍ ګټلي او سبا پنجشنبه به په نیمه پایلوبه کې یو د بل په وړاندې ولوبېږي.

د پاکستان د والیبال لوبډله نیمه پایلوبې ته په رسېدو د راتلونکي کال د والیبال د ۱۷ کلنو د نړۍوال جام لپاره هم مستقیم ګډون خپل کړی دی.

نور خبرونه

رادیو