لږ تر لږه دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد درې ورځې وړاندې په بیړني ډول کندهار ته غوښتل شوی او د طالبانو له مشر سره یې څلورساعته ناسته کړې، خو ددې ناستې جزئیات نه دي خپاره شوي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ملا یعقوب درې ورځې وړاندې د هبت الله له خوا کندهار ته ورغوښتل شوی و.
سرچینو د ملا هبت الله او ملا یعقوب د لېدنې په اړه جزییات نه دي ورکړي، خو وايي، چې د ملا یعقوب او هبت الله تر منځ لېدنې او خبرو شاوخوا څلور ساعته دوام درلود.
ملا یعقوب له هبت الله سره تر لېدنې وروسته په کندهار کې له یو شمېر قومي مشرانو سره لیدنې ترسره کړې دي.
سرچینو ویلي، چې ملا یعقوب مجاهد کندهار ته د خپل سفر پرمهال او له ملا هبت الله سره تر لیدنې وروسته د مولوي هبت الله د ځانګړو ځواکونو له قوماندانۍ «د ملا صاحب سرای» څخه هم لېدنه ترسره کړې ده.
دغه سرچیني وايي، ملا یعقوب نن چهار شنبه بېرته کابل ته ستون شوی، خو له ستنېدو وروسته دفاع وزارت ته نه دی تللی.