داعش خراسان د طالبانو تر سیوري لاندې؛ نړۍوال او سیمه‌ییز امنیت ته نوې اندېښنه

۱۰ ساعتونه مخکې

د ناورین نړۍوال سازمان (International Crisis Group) په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې د داعش خراسان ډلې دوامداره فعالیت، سره له دې چې طالبانو یې یو شمېر مشران وژلي هم دي، په سیمه او نړۍ کې د ناامنیو دوام لپاره یوه لوی ګواښ دی.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته که څه هم دغې ډلې د داعش پر ضد یو لړ عملیات کړي او د دوی یو شمېر لوړپوړي مشران یې هم ور وژلي، خو د ناورین نړۍوال سازمان راپور وایي، چې داعش خراسان ډله اوس هم د دې هېواد دننه او بهر کې د «خونړیو بریدونو» د ترسره کولو ظرفیت لري.

په راپور کې راغلي، چې د داعش یو شمېر مشران له افغانستان څخه پاکستان ته تللي دي او هلته یې خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.

په راپور کې دا هم ویل شوي، چې داعش خراسان ډله اوس هڅه کوي ځان د یوازینۍ نړۍوالې جهادي ډلې په توګه معرفي کړي، چې له افغانستانه خپل فعالیتونه پرمخ وړي.

د ناورین نړۍوال سازمان وایي، چې د داعش خراسان ډلې بریدونه یوازې د افغانستان پورې محدود نه دي پاتې شوي، بلکې دا ډله اوس له سیمې بهر هم خونړي بریدونه تنظیموي؛ په ځانګړي ډول هغه بریدونه چې په مسکو، ایران، ترکیه او ان اروپايي هېوادونو کې شوي.

د راپور په حواله، د داعش د مرکزي اسیا مشران اوس د دې بریدونو طراحان او مشران دي، چې له ترکیې، روسیې، ایران او اروپايي هېوادونو سره د اړیکو پراخې شبکې لري.

راپور وایي، چې دا ډله اوس د انلاین شبکو، مجازی اړیکو او غېر متمرکزو بڼو له لارې خپل فعالیتونه تنظیموي. دوی کوچني، خو دوامدار او تکرارېدونکي بریدونه موخه ګرځوي، څو له افغانستانه بهر د ناامنۍ لمن پراخه کړي.

د ناورین نړۍوالې ډلې په خپلو ملاحظاتو کې خبرداری ورکړی، چې د طالبانو د حکومت څخه د داعش پر ضد د «متقابلې مبارزې» تمه یو ګواښوونکی تاکتیک دی.

دا سازمان باور لري، چې طالبان ښايي د داعش ګواښ د نړۍوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د فشار د وسیلې په توګه وکاروي.

د ناورین دغه نړۍوال سازمان په راپور کې وړاندیز کړی، چې نړۍواله ټولنه باید د طالبانو ادعاوې له جدي تحلیل پرته ونه مني، ځکه داسې ښکاري چې طالبان د داعش د خطر له مسلې د یوې سیاسي وسیلې په توګه ګټه پورته کوي، نه د اصلي امنیتي ستونزې د حل لپاره.

د ناورین نړۍواله ډله په خپل راپور کې وایي، چې طالبان باید خپلې ژمنې عملي کړي او د داعش خراسان شتون او وده وځپي. سیمه‌ ییز هېوادونه، په ځانګړي ډول پاکستان، ایران، روسیه او منځنۍ اسیا باید پر ګډو امنیتي اقداماتو تمرکز وکړي.

د ناورین نړۍواله ډله وړاندیز کوي، چې نړۍواله ټولنه دې د طالبانو ادعاوې په کره ډول و ارزوي او یوازې د داعش پرضد لفظي جګړه کمه اغېزه لري.

د دوی په خبره، د انلاین شبکو په بندولو او د رښتینې استخباراتي همکاریو جوړېدو سره باید د داعش وړتیاوې کمې شي.

نور خبرونه

رادیو