افغان ژباړن: برېتانوي حکومت راسره «خاینانه» چلند کړی او کورنۍ مې د مرګ له ګواښ سره مخ دي

۱۶ ساعتونه مخکې

یوه افغان ژباړن چې له برېتانوي پوځ سره یې د افغانستان په هلمند ولایت کې کار کړی، وايي چې برېتانوي حکومت ورسره سخت «خاینانه» چلند کړی او اوس یې کورنۍ په افغانستان کې د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

یوه افغان ژباړن چې په مستعار نوم علي یاد شوی، سکای نیوز ته ویلي چې درې کاله وړاندې د برېتانیا د دفاع وزارت له‌خوا د معلوماتو د افشا کېدو په پېښه کې د هغه شخصي معلومات طالبانو ته رسېدلي وو، خو دی یوازې پرون په رسمي توګه خبر شو چې دی هم د دې معلوماتي تېروتنې قرباني شوی دی.

علي وایي، د ډېر وخت راهیسې یې شک درلود چې ښایي طالبان د هغه پر هویت خبر شوي وي، خو اوس ډاډمن شوی چې ده ته او کورنۍ ته یې ګواښ جدي دی.

هغه زیاتوي: «زه سخت خپه یم. زما د کورنۍ معلومات طالبانو ته رسېدلي او هغوی له تېرو پنځو میاشتو راهیسې پټ ژوند کوي. هره ورځ، هره دقیقه داسې تېرېږي لکه چې د مرګ د خبر انتظار کوو. که دروازه څوک وټکوي، موږ فکر کوو چې دا طالبان دي.»

سکای نیوز په خپل راپور کې وایي، علي د برېتانوي ځواکونو سره ژباړن، مخابرې اورېدونکی او استخباراتي همکار و.

دی وایي، چې طالبانو به دوی ته «د برېتانویانو سترګې» ویل، ځکه چې دوی د طالبانو خبرو ته غوږ نیوو او بیا به یې پوځ ته ژباړلې.

علي سکای نیوز په خپلو خبرو کې وویل: «موږ د جګړې لومړۍ کرښه کې وو. زموږ دنده له خطره ډکه وه او تل مو د وژل کېدو وېره لرله.»

هغه تر دې مخکې هم د طالبانو له خوا په نښه شوی و، چې د موټر بم چاودنې له امله ټپي شوی و او کله چې طالبانو په ۲۰۲۱م کال کې واک ترلاسه کړ، نوموړی د برېتانیا له خوا د افغانانو د بیا مېشتېدو پروګرام له لارې دې هېواد ته لېږدول شوی دی.

علي وایي، شک یې هغه وخت جدي شو کله چې یې پلار د طالبانو له خوا ونیول شو، ووهل شو او وروسته له وهلو مړ شو.

هغه تېرکال د دفاع وزارت ته په لیکلې بڼه خبر ورکړی و، چې اندېښنه لري او وېره لري چې اطلاعات یې افشا شوي.

نوموړي په اېمېل کې لیکلي و: «زه ډارېږم. تاسې ته زارۍ کوم، دا معلومات مه خپروئ.»

خو دی وایي، هېڅ ځواب یې ترلاسه نه کړ او خبرې یې له پامه وغورځول شوې.

علي وایي، تر اوسه یې د کورنۍ د لېږدولو لپاره دوه ځلې برېتانوي چارواکو ته غوښتنلیکونه ورکړي، خو دواړه ځلې رد شوي دي. دی اوس یو ځل بیا د برېتانیا له حکومته غواړي، چې د هغه کورنۍ خوندي ځای ته انتقال کړي.

هغه وایي: «ما د برېتانوي سرتېرو جسد پورته کړی، ما له دوی سره اوږه په اوږه کار کړی. اوس چې زما کورنۍ له مرګ سره مخ دي، دوی ولې له مرستې انکار کوي؟.»

علي زیاته کړې، که یې کورنۍ ته قانوني لاره ورنکړل شي، خپل ځان به بېرته افغانستان ته ورسوي: «که موږ دا قضیه ونه ګټو، نو زه بېرته افغانستان ته ځم. زه پوهېږم طالبان ما پسې دي. که حکومت زما کورنۍ خوندي کولی نشی، نو دا مسوولیت زما پر غاړه دی چې هغوی وژغورم. زه نه غواړم زما کورنۍ د یوه داسې جرم سزا وویني، چې هغوی هېڅکله نه‌دی ترسره کړي.»

سکای نیوز ویلي، د برېتاانیا د دفاع له وزارت څخه یې د نظر غوښتنه کړې، خو تر دې دمه کوم رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی.

نور خبرونه

رادیو