طالبان وایي، بامیان کې سږکال د تازه جذب شويو زده‌کوونکو په شمېر کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی

۷ ساعتونه مخکې

د بامیان ولایت لپاره د طالبانو پوهنې ریاست ځايي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د ۱۴۰۴ ښوونیز کال له پیل سره سم په مرکز او ولسوالیو کې تر ۱۲زره ډېر زده‌کوونکي په ښوونځیو او مدرسو کې جذب شوي دي.

د بامیان لپاره د طالبانو د پوهنې رییس عنایت‌الله سهار ویلي، چې د تازه جذب شويو زده‌کوونکو په شمېر کې د تېر ښوونیز کال پرتله نږدې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې له شپږم ټولګې پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.

نور خبرونه

رادیو