سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو تېره ورځ د کابل په شهر نو سیمه کې لسګونه ځوانې ښځې نیولې او د امربالمعروف وزارت اړوند توقیف ځایونو ته یې لېږدولې دي. یو شمېر ښځې د کورنیو له خوا د لیکلي ضمانت له وړاندې کولو وروسته، تر یوې شپې بند وروسته خوشې شوې دي.
د یوې نیول شوې ښځې د کورنۍ غړې افغانستان انټرنشل ته ویلي، چې طالبانو د چارشنبې په ورځ «د چنګاښ پر ۲۵مه» د کابل په شهرنو سیمه کې شاوخوا ۱۰۰ ښځې پر سړکونو، بازارونو، پلورنځیو، روغتونونو او کوڅو کې نیولې دي او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې اړوند توقیف ځایونو ته لېږدول شوې دي.
د یوې نیول شوې ښځې د کورنۍ غړې ویلي، چې ډېری نیول شویو ښځو د طالبانو «اسلامي حجاب» پوره رعایت کړی و.
په یوه ویډیو کې، چې افغانستان انټرنشنل تر لاسه کړې، ښکاري چې څو وېرېدلې ښځې د طالبانو له خوا محاصره شوې دي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت تر اوسه دا نه ده روښانه کړې، چې دغه ښځې یې په کومو تورونو نیولې دي، خو یو شمېر نیول شوې ښځې د کورنیو له خوا د لیکلي ضمانت له وړاندې کولو وروسته، تر یوې شپې بند وروسته خوشې شوې دي.
افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان د مهال وېش له مخې، په هرو څو ورځو کې رسټورانټونو ته ورځي او د ښځو او نارینه وو د ډوډۍ خوړلو له ځایونو څارنه کوي.