د طالبانو د چاپیریال ساتنې ملي ادارې ريیس د نړیوالو ادارو له استازو سره ناسته کې وویل، چې په برازیل کې د اقلیم بدلون یا کاپ۳۰مه نړیواله غونډه کې د افغانستان فعال ګډون انسجام او تخنیکي همغږیو ته اړتیا لري څو له اقلیمي بدلونونو د زیانمن افغانستان واقعي څېره نړیوالو ته وښودل شي.
د اقلیم بدلون یا کاپ۳۰ نړیوال کنفرانس لپاره د افغانستان د ګډون د نقشې لارې د همغږۍ دویمه غونډه د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د طالب چارواکو، د ملي او نړیوالو سازمانونو د استازو او متحصصینو په ګډون جوړه شوه.
په دې غونډه کې د نړیوالو سازمانونو استازو هم وویل، چې د اقلیم بدلون په ترڅ کې د ناورین راکابو کول یو ګډ نړیوال مسوولیت دی او افغانستان باید په یوې قوي محتوا سره د اقلیمي بدلونونو په جوړېدونکو نړیوالو غونډو کې ګډون وکړي.
په دې غونډه کې د یوناما استازي په کاپ۳۰مه غونډه کې د افغانستان د ګډون ملاتړ وکړ او همداراز یې ژمنه وکړه چې د اقلیمي تغییراتو په راتلونکې نړیواله غونډه کې به د دوو افغان ځوانانو له ګډون نه هم ملاتړ وکړي.
افغانستان د اقلیمي بدلونونو له اړخه یو له زیانمنو هېوادونو دی او د طالبانو له واکمنېدو وروسته د اقلیمي بدلونونو اړوند ټولې نړیوالې پروژې په ټپه درېدلې دي.