متقي او ډار پر سوداګرۍ او د امنیتي همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی

۲ ورځې مخکې

د پاکستان مرستیال صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار نن د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره په کابل کې ولیدل. دواړو لوریو د دوه‌اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، سوداګرۍ، ترانزیت او امنیتي همکاریو د پراخولو پر اړتیا ټینګار کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته د خپل یو ورځنې سفر په ترڅ کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراخېدو، سوداګرۍ، ترانزیټ او امنیتي همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

د ډار د سفر مهم هدف د ازبکستان او طالبانو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د ازبکستان، افغانستان او پاکستان د ګډې رېل پټلۍ پروژې د چارو په تړاو د یوې هوکړې لاسلیکول ښودل شوي.

د یادې پروژې هدف، چې د ازبکستان، افغانستان، پاکستان (UAP) په نوم یادیږي، د پاکستان سمندري بندرونو له لارې منځنۍ اسیا ته د اسانه ټرانزیټ او سوداګرۍ زمینه برابرول دي.

دا رېل‌پټلۍ به ازبکستان د افغانستان له لارې د پاکستان له بندرونو سره ونښلوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې دا پروژه نه یواځې چې د ترانزیټي اسانتیاوو او سوداګرۍ د ودې لپاره مهمه ده، بلکې سیمه‌ییز ثبات، اقتصادي پراختیا او همکاریو ته به هم لاره اواره کړي.

اسحاق ډار به د دغه سفر پر مهال د دریو هېوادونو ترمنځ د ګډې امکان‌سنجۍ د مطالعاتو سند لاسلیک کړي او د طالبانو له رییس الوزرا سره به هم د دواړو هېوادونو د اړیکو، سیمه‌ییزو او نړیوالو پرمختګونو په اړه خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سره په دغه سفر کې د یاد هېواد د رېل پټلۍ وزیر او د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق هم ملتیا کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دواړو خواوو هوکړه وکړه چې له سیمه‌ییز اقتصادي پرمختګ نه د بشپړې ممکنې ګټې ترلاسه کولو او په ځانګړي ډول د سیمه‌ییز اتصال پروژو د عملي کېدو له لارې به خپلې اړیکې او همغږي روانه وساتي.

پاکستان څو میاشتې مخکې، د کابل لپاره د خپل استازي څوکۍ له شارژدافیر څخه سفیر ته پورته کړه، چې دا ګام د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي نښه ګڼل کیږي.

همداراز، دواړو هېوادونو د روانې جولای میاشتې په لومړیو کې د بهرنیو چارو وزارتونو د سلاکارانو په کچه لومړۍ ناسته وکړه، چې پر قانوني تګ راتګ، سوداګرۍ، امنیت، ټرانزیت او ترهګرۍ ضد جګړې یې هوکړې وکړې.

نور خبرونه

رادیو