د طالبانو د ازموینو ملي اداره وايي چې د کانکور د ازموینو په بڼه کې مهم بدلونونه راوستل شوي، چې د لومړي ځل لپاره د څلورځوابه پوښتنو تر څنګ تشریحي او تشخونې پوښتنې هم پکې شاملې شوې دي. ددې ادارې مشر عبدالباقي حقاني وايي، چې سږکال د کانکور د نوملیکنې پروسه په انلاین ډول تطبیق شوې.
طالب چارواکي دا بدلونونه د شفافیت، زدهکړې د کیفیت لوړولو او ټېکنالوژۍ ته د تګ یوه هڅه بولي.
ددې ادارې مشر عبدالباقي حقاني د چارشنبې په ورځ په کابل کې د دې ادارې د یو کلنو لاستهراوړنو د تشریح پروګرام کې وویل، چې سږکال د کانکور د نوملیکنې پروسه په انلاین ډول تطبیق شوې او د هېواد په اوو لویو زونونو کې د ازموینې واحدونه جوړ شوي دي.
نوموړي د دې ادارې د یو کلنو لاستهراوړنو د تشریح پروګرام کې زیاته کړه چې پښتو او دري پوښتنې اوس د خپلواکو ژبپوهانو له خوا جوړېږي او د ژباړې پخوانۍ لړۍ یې بنده کړې، ځکه ژباړل شوې پوښتنې زدهکوونکو ته ستونزې جوړوي.
د طالبانو د ازموینو د تخنیکي برخې سلاکار پوهنیار یما امان وویل چې د انلاین نوملیکنې اسانتیاوې برابرې شوې وې او هغو ولایتونو ته چې انټرنټي ستونزې یې لرلې، د زونونو له لارې مرسته شوې.
هغه وایي، سږکال د کانکور ګډونوالو شمېر لس سلنه زیات شوی او تر ۵۰ زرو زیاتو زدهکوونکو یې د انلاین ازموینو له لارې پوښتنو ته ځوابونه ویلي دي.
یما امان زیاته کړې چې دغې ادارې د اسنادو د الکترونیک کولو سیسټم فعال کړی دی او هڅه کوي ټول اسناد الکټرونیک کړي.
هغه وویل چې د کانکور پایلې ښايي د راتلونکې اونۍ په پیل یا نیمایي کې اعلان شي.