د امریکا د استیناف څلورمې محکمې د کډوالو د حقوقو د دفاعي سازمان "کاسا" د غوښتنې په ځواب کې، د ټرمپ د حکومت لهخوا د زرګونو افغان کډوالو موقتي خوندیتوب وضعیت لغوه کول د جولای تر ۲۱ مې پورې وځنډول.
دغه پرېکړه د امریکا د کورني امنیت وزارت پرضد د کاسا له دعوې وروسته شوې.