طالبانو له چین سره د ټرانزیټ، صادراتو او رېل پټلۍ پر پراختیا خبرې کړې دي

۳ ورځې مخکې

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند نن سې شنبه (د چنګاښ ۲۴مه) پر اېکس پاڼه لیکي، چې د دغې ډلې د اوسپنې پټلۍ مرستیال محمد اسحاق زاده چین ته د خپل سفر پرمهال له چینايي چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ پر پراختیا خبرې کړې دي.

محمد اشرف حقشناس وايي، د اوسپنۍ پټلۍ مرستیال او مل پلاوي یې د چین له لانژو ستراتیژیک بندره د کتنې پرمهال په بلخ ولایت کې د ورته بندر د جوړېدو غوښتنه هم کړې ده.

د ښاغلي حقشناس په خبره ؛د دواړو لوریو ترمنځ د توکو د لېږد رالېږد د اسانتیاوو رامنځته کولو په تړاو یې هم هر اړخیزې خبرې شوې دي.

ډېری چنايي توکي د لانژو بندر له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.

د هرات-خواف، حیرتان-مزار شریف او اقینه ریل پټلۍ په افغانستان کې مهمې ټرانزیټي لارو څخه دي، چې د توکو په صادراتو او وارداتو کې مهم رول لوبوي.

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې دغه ډله که څه هم ګڼو اسیایي هېوادونو سره ښه راشه درشه لري؛ خو بیا هم له روسیې پرته کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

نور خبرونه

رادیو