طالبانو په هوايي ډګرونو کې د هوا پېژندنې ۳۰ پرمختللي وسایل فعال کړل

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۴

د طالبانو د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د هیواد په هوايي ډګرونو کې ۳۰ پرمختللي د هوا پېژندنې وسایل نصب او فعال کړي دي.

یاد وزارت وايي، دغه وسایل تر دې دمه په خوست، ګردیز، بامیان او ښرنه کې نصب شوي دي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د سې شنبې په ورځ وویل، چې دغه وسایل د هوا وضعیت او د هوا ککړتیا څرنګتیا هم ښيي چې له ډیټا نه یې د چاپیریال پوهنې ریاست او د الوتنو لپاره هم کار اخېستل کېدای شي.

طالب چارواکي وايي، چې دغه وسایل د الوتنو په تنظیم کې مرسته ورسره کولای شي.

دغه وسایل په کابل، کندهار، بلخ، هرات او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم نصب او فعال شوي دي.

نور خبرونه

رادیو