د افغانستان ډېری سیاستوالو د تېرې نیمې پېړۍ په ترڅ کې په نړۍوالو اړیکو په ځانګړي ډول له خپلو ګاونډیانو سره متزلزل او دوهمخې دریځونه لرل.
دا غېر ثابت دریځونه د پټو استخباراتي اړیکو او شخصي ګټو پر بنسټ د لږو امتیازاتو په بدل کې و، چې له کلونو راهیسې د افغان ملت د ناکامۍ لامل شوی.
له دې نیمګړو سیاستونو څخه یوه د اوه، چې په نړۍوالو او سیمه ییزو اړیکو کې د ستراتیژیکو ملګرو او دوښمنانو په پېژندلو کې پاتې شو.
د بې طرفۍ سیاست یا د اړتیا پالیسۍ داسې ستونزې رامنځته کړې، چې افغانانو ته یې په تېره نیمه پېړۍ کې درانه مالي او ځاني زیانونه ورسول او اوس افغانستان په یوه نامعلوم لوري روان دی.
مهمه پوښتنه دا ده، چې ایا ایران او پاکستان د افغانستان ستراتیژیک ملګري دي؟
که چېرې دوی زموږ ملګري نه وي، نو ولې موږ مداخله نه کوو، په داسې حال کې چې له جمهوریت وړاندې، د جمهوریت په وخت کې او تر هغه وروسته د ایران او پاکستان اوسنیو حکومتونو د افغانستان په بېثباتۍ کې ونډه اخیستې ده.
ولې پخواني سیاستوال او هغه کسان چې اوس ځانونه سیاستوال ګڼي، د خپلو شخصي ګټو د لږو اپراتیفي پیسو، دسترخوان لګښت یا د ځان او کورنۍ لپاره د اقامت او ویزو ترلاسه کولو په خاطر د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځوي او د ایران او پاکستان له ګټو دفاع کوي؟
دلته زه یوازې د ایران په اړه لنډ بحث کوم، چې دغه هېواد په تېرو کلونو کې د افغانستان ملي ګټو ته څه ډول زيانونه رسولي دي.
ایران د شل کلن جمهوریت مشرتابه او جهادي تنظیمونو هڅول، څو افغانستان د امریکا ستراتیژیک ملګری نه شي؛ ځکه هغوی پوهېدل چې که جمهوریت پیاوړی شي او د امریکا په څېر ستراتیژیک ملګری ولري، نو د ایران او پاکستان ګټې به له خطر سره مخ شي.
افغان سیاستوالو د ایران او پاکستان د ګټو لپاره د امریکا پروړاندې د دوښمنۍ پالیسي غوره کړه، چې په پایله کې يې افغانستان بربادۍ ته لاړ.
کله چې مارشال محمد قسیم فهیم د ۲۰۰۲ میلادي کال په جون کې ایران ته سفر وکړ او هلته یې د سپاه پاسدارانو له قومندان جنرال یحیی رحیم صفوي، د ایران دفاع وزیر او علي شمخاني سره د افغان پوځ د جوړولو په اړه ولیدل، نو داسې ښکارېده چې امریکا هڅه کوي، ولسمشر کرزی له دندې لرې او پر ځای یې بل څوک وټاکي.
ولسمشر کرزي چې تل په دسیسه ییزو تیوریو یا شکونو باور درلود، دا موضوع یې په ذهن کې وه او هر هغه څوک چې به یې واک ننګاوه، هغه به یې د امریکا پلوی او د امریکا د ګټو مدافع باله.
هغه ان ناڅاپه له واليانو سره په یوه غونډه کې د افغانستان ټول واليان د بهرنیانو سره د اړیکو په تور تورن کړل.
ایران تل هڅه کړې، چې د افغانستان له پوځي ادارو سره ستراتیژیکې اړیکې ولري.
د ۲۰۲۰ کال د جولای له میاشتې وروسته کله چې ما د افغانستان د دفاع د لومړي مرستیال او سرپرست وزیر په توګه اته میاشتې دنده ترسره کړه، ایران بیا هڅه وکړه چې د امریکا پروړاندې له افغانستان سره ستراتیژیکې اړیکې جوړې کړي.
د ولسمشر کرزي په وخت کې ایران د ولسمشر کرزي دفتر ته د پیسو پټې کڅوړې ورکړې، چې وروسته افشا او غېرقانوني دلایل ورته جوړ شول.
د دې پیسو پر بنسټ، ایران په ولسمشرۍ ماڼۍ او د افغانستان په امنیت شورا کې نفوذ ترلاسه کړ. ایراني مشرانو له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د امریکا پر ضد شعارونه ورکول.
امریکا دا شعارونه له پامه ونه غورځول.
کله چې یو هیواد په ولسمشرۍ ماڼۍ او د ملي امنیت شورا کې نفوذ ترلاسه کړي، نو بیا کولی شي په ټولو دولتي ادارو کې نفوذ ولري.
جهادي ډلو او مشرانو يې تل د ایران خدمت کړی او د افغانستان پر ځای د ایران ګټې خوندي کوي، چې دا لړۍ تر نن ورځې پورې دوام لري.
ایران په سوریه او عراق کې د ایران د ګټو لپاره د «فاطمیون» په نوم یو شمیر افغان کډوال د لږو پيسو په بدل کې استخدام او په جګړه کې يې ورڅخه کار واخیست.
د طالبانو مهم مشران په ایران کې وو او ملا منصور له ایران سره اړیکې درلودې، چې په بلوچستان کې ووژل شو او ان د القاعدې پاتې شونې هم په ایران کې شتون درلود.
کله چې زه د ننګرهار والي وم، ټولو هغو بهرنيانو چې له داعش سره تړاو درلود او نیول شوي وو، د ایران له لارې افغانستان ته راغلي وو.
کله چې زه د دفاع وزارت لومړی مرستیال او سرپرست وم، ما دا موضوع د ایران د لوی درستیز مرستیال جنرال نظامي سره راپورته کړه او ورسره خبرې مې وکړې.
ایران د ارین بانک له لارې په ملیاردونو ډالر ایران ته قاچاق کړل، چې بالاخره وتړل شو.
ایران د خپلو قونسلګریو له لارې مذهبي او قومي مسایل راپورته کول. ایران د بخش اباد او سلما بندونو د جوړولو مخه نیوله او دغسې نورې بېلګې یې هم شته.
کله چې موږ د خلکو د حقونو او د ایران له ظلمونو خبره کوو، دا د مزاحمت په توګه ګڼل کېږي. د ایران او اسراییل یا د امریکا ترمنځ جګړه مذهبي جګړه نه ده، بلکې د دواړو هېوادونو د ګټو پر بنسټ ده.
د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ګټې مهمې دي، نه قومي، ژبني او ګډ کلتوري مسایل. که دا مسایل مهم وای، نو ایران ولې له عراق سره کلونه جګړه کوله او عراق د امریکا ملاتړی هم نه وو.
ایران اوسمهال د پاکستان په څېر دوه ګونی سیاست لوبوي. دوی هم له طالبانو سره ښې اړیکې لري او هم د طالبانو ځینو مخالفینو سره مرسته کوي، دفترونه ورکوي او د هغوی د کورنیو لګښتونه پرې کوي.
له همدې امله د ایران سیاست د افغانستان پروړاندي ریښتنی نه دی، بلکې د خپلو ګټو پر بنسټ ولاړ دی.
افغانان باید د خپلو ګټو په اړه هم فکر وکړي، نه د ایران او نورو هېوادونو د ګټو په اړه.
افغانان حق لري، چې د ایران د هر ډول ظلم پروړاندې خپل غږ پورته کړي او د دوی مداخلې په افغانستان کې وغندي.
دا مزاحمت نه، بلکې د افغانانو د حقونو دفاع ده.