د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې یوه لوړپوړي چارواکي خبرداری ورکړی، هغه افغان ماشومان چې له ایران څخه بېرته هېواد ته راستانه شوي، د افغانستان په پوله له جدي روغتیايي ستونزو، شدیدې ګرمۍ، کمزورو خدماتو او بشري ناورین سره مخ دي.
نیکول فن بټنبرګ چې د سره صلیب له نړۍوالې کمېتې سره کار کوي، اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، هره ورځ یې همکاران سلګونه هغه ماشومان چې د راتګ پر مهال له خپلو کورنیو بېل شوي وي، بېرته له خپلوانو سره یې یو ځای کوي.
د هغه په وینا، زیات شمېر کورنیو د ناڅاپي لېږد او ګډوډۍ له امله خپلې پېژندپاڼې، شخصي وسایل او د ژوند لومړني توکي له لاسه ورکړي دي. ځینې خلک یوازې څو بکسونه له ځان سره راوړي او همدا محدود توکي اوس د ژوند د لنډمهاله وسایلو په توګه کاروي.
نیکول وایي: «افغانستان یو هېر شوی ناورین دی. اوس په نړۍ کې ګڼې نورې سترې فاجعې روانې دي، د افغانستان خلک له پامه غورځېدلي دي. دوی له مرستې پرته له ناورین سره یوازې پرېښودل شوي دي.»
د سره صلیب چارواکي اندېښنه لري، چې راستانه شوي کسان نه یوازې د پولې په اوږدو کې له ناورین سره مخ دي، بلکې د افغانستان دننه هم له سرپناه، عوایدو او د ژوند له بنسټیزو اړتیاوو ته د لاسرسي له جدي ستونزو سره مخ دي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) استازې رزا اوتونبایوا د هرات ولایت د اسلام کلا له پولي لیدنه کړې او د راستانه شویو کسانو د وضعيت په اړه یې نړۍوالو ته خبرداری ورکړی دی.
هغې ویلي: «په زور او بېړنۍ توګه راستانه شوي کډوال د سیمې د ثبات لپاره ګواښ دي. که ژر اقدام و نه شي، دا څپه به د بیا بېکوره کېدو، د کوربه ټولنو ګډوډېدو او امنیتي ګواښونو لامل شي.»
د کډوالو چارو د نړۍوال سازمان «ای او اېم » د معلوماتو له مخې، یوازې د روان میلادي کال له پیل څخه تراوسه پورې له ۱.۴ میلیونه زیات افغانان یا خو بېرته په خپله خوښه راستنه شوي او یا له ایران او پاکستانه شړل شوي دي.
د معلواتو له مخې، له دې ډلې تر یو میلیونه ډېر کسان یوازې له ایران څخه راشړل شوي دي.
په وروستیو میاشتو کې د ایران او پاکستان له خوا د افغان کډوالو د شړلو کمپاینونو زور اخیستی.
که څه هم تهران او اسلاماباد وايي، چې خاص افغانان موخه نه ګرځوي، خو زرګونه کورنۍ په ځانګړي ډول هغه چې قانوني اسناد نه لري، له پولو اخراج شوي.
د «ای او اېم» د وروستي راپور له مخې، یوازې په یوه ورځ کې له ۲۸،۰۰۰ ډېر کسان بېرته افغانستان ته راستانه شوي، چې دا شمېر د ناورین جدي بڼه ښيي.
د یادولو وړ ده، په داسې حال کې چې ډېری افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره د مرستو پر بنسټ ولاړ دي، د نړۍوالو خیریه بنسټونو بودیجې سختې راکمې شوې دي.
دا کمښت د زدهکړو، روغتیا او حمایوي پروګرامونو پراخې نیمګړتیاوې راولاړې کړې دي او دا وضعیت د یوې بلې بشري فاجعې د رامنځته کېدو اندېښنې زیاتوي.