بریتانیايۍ ورځپاڼې سنډې ټایمز رپوټ ورکړی چې ایران په معاصر تاریخ کې د کډوالو د شړلو یوه ستره لړۍ پیل کړې او تر اوسه یې له یوه میلیون زیات افغان کډوال له هېواده شړلي دي. له دې شمېرې نيمایي یوازې په تېرو پنځو اونیو کې اخراج شوي.
د رپوټ له مخې، د ایران چارواکو ویلي چې د شاوخوا څلور میلیونه بې اسنادو افغان کډوالو اخراج به دوام ومومي.
سنډې ټایمز زیاتوي چې دا پریکړه وروسته له هغې تېزه شوې چې د ایران او اسراییل تر منځ د ۱۲ ورځو جګړې په ترڅ کې ځینو ایرانی چارواکو تور پورې کړ چې یو شمېر افغانان د دښمن لپاره جاسوسي کوي.
په دې اړه، دولتي رسنیو د یو افغان وګړي اعترافات خپاره کړي چې ویلي یې دي، په جرمني کې یې یو تن ته د دوه زره ډالرو په بدل کې معلومات ورکړي دي.
په اسلام کلا کې ګډوډي او ګرمي
په تېرو ورځو کې د هرات د کهسان ولسوالۍ په اسلامکلا سیمه کې د کډوالو د ګڼې ګوڼې او ګډوډۍ صحنې لیدل شوې دي.
په ځینو ساعتونو کې له۴۰ زرو کسانو زیات خلک دغې سیمې ته انتقال شوي دي. د سیمې هوا ډېره ګرمه ده چې تودوخه یې کله نا کله تر ۵۰ درجو پورې رسي.
د اسلامکلا په سرحد کې یو تن په لوړ غږ وویل: «اسراییل له ایران نه ډېر رحم لري».
سنډې ټایمز د پخواني افغان پارلمان غړې فوزیه کوفي له قوله وايي چې ځینې محلي موټرچلوونکي د پیسو په بدل کې کډوال د لویې دښتې منځ ته وړي او هلته یې پرېږدي.
د اخراج شویو کسانو وضعیت او د ښځو ستونزې
ایران ته ډېری کډوال له طالبانو تښتېدلي وو، په ځانګړې توګه د ښځو فعالانې، د حکومت پخواني کارکوونکي او هغه کسان چې حتا په ایران کې هم خوندي نه دي.
ورځپاڼې د بهمني په نوم یوې ښځې یادونه کړې چې په کابل کې ښوونکې وه او طالبانو نیولې وه، خو بیا له خپل ماشوم سره ایران ته کډه شوې ده. اوس هغه د ایران په ختیزو کلیو کې د نیولو او اخراج له ویرې سره یوځای ژوند کوي.
د کډوالو نړیوال سازمان ویلي چې د اخراجاتو بې ساري زیاتوالي له امله دوی او د مرستې شریکان یوازې لس سلنه اړتیا لرونکو ته مرستې رسولی شي.
پاکستان هم ورته وضعیت لري
سنډې ټایمز ویلي چې پاکستان هم د روان کال له اپریل میاشتې راهیسې ورته ډلهییز اخراجات پیل کړي او تر اوسه یې له ۳۲۳ زرو زیات افغان کډوال له خپل هېواده اېستلي دي. تېر کال هم شاوخوا یو میلیون افغانان له پاکستان نه اخراج شوي وو.
ډېری دغو کسانو کلونه کلونه په ایران او پاکستان کې ژوند کړی او ځینې یې هم په دغو هېوادونو کې زېږېدلي، خو اوس یې ژوند په څو دقیقو کې ګډوډ شوی دی.
ملګرو ملتونو ویلي چې د روان کال له پیل راهیسې له یو میلیون او څلور سوه زرو زیات کسان اړ ایستل شوي یا په زوره بیرته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ ویلي: «افغانان دې ته اړ کول چې بیرته داسې هېواد ته ستانه شي چې هلته بشري ناورین روان دی او ښځې او نجونې په سیستماتيک ډول ځورېږي، د منلو وړ نه دي».