د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سوداګریز تبادلات ۴۰ میلیونه ډالرو ته لوړ شوي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۳

تاجکستان له افغانستان سره د برېښنا، سیمنټو او سکرو په برخو کې خپله سوداګري ډېره کړې ده. د تاجکستان د احصایې ادارې د معلوماتو له مخې، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د تاجکستان او افغانستان تر منځ دوه اړخیز سوداګریز تبادلات نږدې ۴۰میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي.

دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۱،۱سلنه زیاتوالی ښيي.

د تاجکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ نږدې ۸۰سلنه (۳۲ میلیونه ډالر) برخه افغانستان ته د تاجک توکو صادرات جوړوي. له افغانستان څخه تاجکستان ته د صادراتو ارزښت نږدې ۸ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

برېښنا لا هم تر ټولو مهم محصول دی چې تاجکستان یې افغانستان ته صادروي.

سربېره پر دې، ځینې ودانیز توکي او دغه راز یوه کچه تور توکي هم افغانستان ته صادریږي، چې سیمنټ،سکاره، کاني سرې او خواړه پکې شاملیږي.

تاجک چارواکي وايي، له افغانستان څخه د دوشنبې ډېری واردات کرنیز توکي دي، چې انځر، ممیز او پخته پکې شامل دي.

افغانستان همداراز غالۍ، قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرې هم د تاجکستان بازار ته صادروي.

افغانستان د تاجک توکو لپاره د صادراتو د لسو مهمو بازارونو په کتار کې راځي.

دغه راز د روان کال په لومړۍ رُبع (درې میاشتو) کې، ۳۶۷،۸زره بهرني وګړي تاجکستان ته تللي، چې ۳۲۰۰ تنه پکې افغانان دي.

نور خبرونه

رادیو