په غزه کې د اسراییلي بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۸ زرو ته رسېدلی دی.
د الجزیرې د راپور له مخې، یوازې د یکشنبې په ورځ نږدې ۱۰۰ کسان وژل شوي چې په هغوی کې یو مشهور ډاکټر احمد قندیل هم شامل و.
د راپور له مخې، یو هوایي برید د غزې ښار پر بازار ترسره شوی او بل برید د نوسیراط په کمپ کې لږ تر لږه ۱۰ هغه ماشومان وژلي، چې د اوبو اخیستو لپاره په کتار کې ولاړ وو.
د غزې چارواکي اسراییل تورنوي، چې د مرستو وېش پر ځایونو قصدي بریدونه کوي.
هغوی دا حالت نسلوژنه بللې او وایي، چې له مې میاشتې راپدیخوا د مرستو اخیستو پر مهال تر ۸۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې غزه اوسمهال د اوبو او سون توکو له کمښت سره مخ ده او خلک د ژوند له خطر سره سره اوبو ته مزلونه کوي.