د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن سې شنبه (د چنګاښ ۲۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېره اوونۍ کې یې له بېلابېلو هېوادونو سره ۷۷۰۲۹ مټریک ټنه راکړه ورکړه کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه راکړه ورکړه د تاجکستان، ترکمنستان او ایران هېوادونو سره شوې ده.
په خبرپاڼه کې د افغانستان د حیرتان، تورې غونډۍ، اقچې او خواف سوداګریزې لارې یادې شوې دي.
په صادراتو کې وچه مېوه او د انارو اوبو (جوس) یادونه شوې؛ خو د وارداتي توکو په اړه بیا څه نه دي ویل شوي.