ملګري ملتونه: وچکالۍ د افغانستان ۱۹ ولایتونه سخت ځپلي دي

۳ ورځې مخکې

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سامان (FAO) وایي، چې وچکالۍ د افغانستان ۱۹ ولایتونه سخت ځپلي دي.

دغه سازمان پر اېکس پاڼه کاږلي، چې وچکالۍ د افغانستان د خلکو ستونزې لا ډېرې کړې دي او شمالي ولایتونه یې تر ټولو ډېر ځپلي دي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې د وچکالۍ له امله کرنیز محصولات کم شوي، څړځایونه وچ شوي او د اوبو سرچینې هم د کمېدو په حال کې دي.

د خوړو او کرنې سازمان وایي، که څه هم وچکالۍ پر ټولو افغانانو ناوړه اغېز کړی؛ خو د کليوالو خلکو ژوند یې تر ټولو ډېر له ګواښ سره مخ کړی دی.

نور خبرونه

رادیو