په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا د هرات ولایت اسلام کلا پولې ته د سفر پر مهال د راستنېدونکو کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او له نړۍوالې ټولنې یې په دې برخه کې د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر « یوناما» له لوري نن سې شنبه د ( چنګاښ ۲۴مه) په خپرې شوې خبرپاڼه کې د اغلې اوتنبایوا له قوله ویل شوي، چې د راستنېدونکو لوی شمېر باید نړۍوال اندېښمن کړي.
نوموړې همدا راز خبرداری ورکړی، که له دغه کډوالو سره له ځنډ پرته مرستې ونه شي؛ نو د کړکیچ د ژورتیا ګواښ به لا پسې پراخ شي.
هغې ویلي:« د راستنېدونکو دغه لوی شمېر چې ډېری یې نا څاپي او په زور اېستل شوي دي، په ټوله نړۍ کې باید د خطر زنګونه وکړنګوي. افغانستان چې له وړاندې د وچکالۍ او اوږد مهاله بشري ناورین سره مخ دی دا کړاو په یوازې ځان نه شي زغملی.»
نوموړې تېره ورځ هم د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې خبرداری ورکړی و، چې د افغان کډوالو اېستل په خطرناکه توګه زیات شوي او که دغه لړۍ همداسې دوام وکړي؛ نو د هغوی ستونزو ته رسېدنه به خورا ستونزمنه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې له ایرانه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده او طالبانو ویلي، چې په تېرو څه باندې ۲۰ ورځو له نیم مېلیون زیات افغانان له ایرانه ستانه شوي دي.