د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړوند د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت خپلو ټولو امنیتي منسوبینو ته سپارښتنه کړې، چې د رسمي دندو پر مهال دې له منظور شوي یونیفورم څخه استفاده وکړي.
دغه وزارت نن دوشنبه (د چنګاښ ۲۳مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت عملیاتي مرستیال شریفالله الهام خپلو ټولو منسوبینو ته په کلکه د دندو پرمهال له ټاکل شوی یونیفورم څخه د کارونې په اړه سپارښتنه کړې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت لهخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ ټول منسوبین مکلف دي، چې د ټاکل شوي یونیفورم څخه چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله له لوري منظور شوی ګټه واخلي.
وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پرېکړو یوه سند کې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی و، د یاد وزارت د امنیتي چارو ستر معیین محمد ابراهیم صدر ته دنده سپارل شوې، چې پر پوځي پرسونل ټاکل شوی یونیفورم لازمي کړي. صدر د طالبانو مشر ته نږدې کس ګڼل کېږي.
د طالبانو تر واک لاندې کورنیو چارو وزارت کې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وړاندې ویلي و، چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې په وار، وار د ټاکل شوي پوځي یونیفورم د عملي کولو لپاره سپارښتنې شوې دي؛ خو دا ځل داسې ښکاري، چې دغه موضوع د طالبانو د مشر په ځانګړي هدایت ترسره کېږي او د هغه د فرمان د عملي کولو په موخه پرېکړه شوې، چې د یونیفورم د لازمي کولو مسوولیت د ملاهبت الله نږدې کس مولوي ابراهیم صدر ته وسپارل شي.