د برېتانیا پخوانی سفیر: د روسیې پرېکړه ځینې هېوادونه هڅوي چې طالبان په رسمیت وپېژني

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۲۳

د افغانستان لپاره د برېتانیا پخواني سفیر ویلي، چې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه د روسیې پرېکړه که څه هم مهمه ده، خو د لوېدیځ له‌خوا د دغې ډلې په اړه پر دریځ به کوم اغېز و نه لري.
نیکولاس کي ویلي، ښایي ځینې سیمه‌ییز هېوادونه د خپلو ګټو له امله د مسکو له دغه اقدامه پیروي وکړي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۲مه) د "دیدگاه" په نوم خپرونه کې وویل، چې د روسیې اړیکې له طالبانو سره نوې نه دي، بلکې مسکو له کلونو راهیسې له دې ډلې سره پټې اړیکې لرلې.
هغه زیاته کړه، چې د لوېدیځو هېوادونو او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د لیدلوري د توپیر له امله ښایي طالبان د افغانستان د ځینو ګاونډیانو له خوا په رسمیت وپېژندل شي.
نیکولاس کي وایي: «د سیمې هېوادونه افغانستان ته د اقتصادي فرصتونو له زاویې ګوري او هڅه کوي امتیازونه ترلاسه کړي. روسیه هم په افغانستان کې د چین د زیاتېدونکي نفوذ په اړه اندېښمنه ده او غواړي چې په دې هېواد کې لوړ سیاسي او ستراتیژيک ځای خپل کړي.»
د افغانستان لپاره د برېتانیا پخواني سفیر ټینګار وکړ، چې لوېدیځ هېوادونه تر ټولو ډېر د امنیتي او ترهګریزو ګواښونو لکه د داعش د شتون، د طالبانو په ملاتړ د القاعدې د فعالیت دوام، د نشه یي توکو د قاچاق او له افغانستانه د کډوالۍ د زیاتوالي له امله اندېښمن دي.
هغه له دې سره سره زیاته کړه، چې افغانستان د لوېدیځو هېوادونو لومړیتوب نه دی.
د نوموړي په وینا: «افغانستان د لوېدیځو هېوادونو په لومړیتوبونو کې نه راځي. دا هېواد ان په دې سختو شرایطو کې هم له لوېدیځه کافي پاملرنه او مالي منابع نه ترلاسه کوي. مرسته کېږي، خو کافي نه دي.»
ښاغلي کي زیاته کړه، تر هغه وخته چې طالبان د ولسي، سیاسي او د ښځو حقونه مراعات نه کړي، له لوېدیځه د دغې ډلې په رسمیت پېژندنه ښونې نه ده.
هغه وویل: «طالبان کمزورتیاوې لري او د افغانستان د ټولنې تنوع به د طالبانو جوړښت و نه زغمي. د دې ډلې واکمني به دوامداره نه وي.»

نور خبرونه

رادیو